سوزاک ( ګانوريای ) څه شی دی؟

سوزاک يوعام، جنسي انتقاليدونکى انتان (STI) دى چې د بکتيريا له وجې رامنځته کيږي او يادې بکتيريا ته نيسيريا ګنوراى وايي.


زه څنګه سوزاک اخلم؟


تاسې کولاى شي په سوزاک اخته شئ که چېرې د چا سره چې په سوزاک اخته وي د مخې، شا يا دخولې له لارې جماع وکړئ..
تاسې له بل کس څخه سوزاک داسې حالت کې هم اخيستلی شې ان که په ياد کس کې د سوزاک نښې نه ښکاري..

يوه اميندواره ميرمن خپل ماشوم ته د زيږون په وخت کې دا بيماري ورکولی شي. ماشوم مو د سترګو له سختې بيمارۍ سره مخ کيدلی شي چې حتی ماشوم مو ړوند کيدلی شي.
تاسې له عامه تشنابو، عامه لامبو ځايو او يا له عامو خلکو سره تماس له وجې دا بيماري نه اخلې.

سوزاک پر بدن څه کوي؟


سوزاک کولاى شي ستونى، مقعد، د متيازو لار، رحم او سترګې انتاني کړي..
که چيرې درملنه يې ونشي سوزاک کولاى شي د پوستکي او مفصلونو د انتاني کېدو سبب شي..
سوزاک هم د مننژيت سبب کېداى شي مننژيت د مغزو د پوښ انتان ته وايي..
په ښځو کې، سوزاک جدي انتان پيدا کوي کوم چې ښځې له ماشوم راوړلو محروموي.

اميندواره ميرمن خپل ماشوم زيږون په وخت کې دا بيماري خپل ماشوم ته انتقالولی شي چې ماشوم يې د سترګو له جدي بيمارۍ سره مخ کيږي او کيدای شي ماشوم يې ړوند شي.

زه څنګه پوه شم چې ايا زه سوزاک لرم؟


ډيري خلک نه پوهيږي چې سوزاک لري ځکه چې هغوئ کې د سوزاک نښې نه ښکاري..
يوازې د سوزاک معاينې څخه تاسې پوهيدلی شئ. دا معاينه د متيازو له لارې اسانه او چټکه ترسره کيږي.
بله لاره يې داده چې د د انتاني ځاى څخه لږه نښه واخلئ او هغه د سوزاک د معلومولو لپاره معاينه کړئ.

د سوزاک نښی او علايم

سړيو لپاره

• د متيازو ډيروالی او متيازو وخت کې سوځی
• تناسلې الې له لارې خلاصيدل. دا خلاصيدل ډيره کې سپين او يا زيړې رنګه وي.
• هګی پړسيدلي وي او هم درد کوي
• د تناسلي الې خوله کې سوروالی وي
• له مقعد څخه ترشح او نا راحتي
• د سترګو انتان

ښځو لپاره

• تناسلي الې څخه غير معمول ترشحات يا خلاصيدل
• تناسلي الې څخه وينه راتلل
• د متيازو وخت کې درد
• د کونغري درد، خاصتاً د جماع په وخت کې له مقعد څخه ترشحات يا خلاصيدل او نا راحتي
• د سترګو بيماري

که زه چيرې سوزاک ولرم نو څه بايد وکړم؟


• ډاکټر مو تاسو ته درمل درکوي.
• خپل جنسي اړيکو ملګري يا ملګرو ته ووايې چې معاينه وکړي. که چيرې هغوی rectum سوزاک ولري نو بيرته يې تاته درکولی شي، او يا يې بل چاته ورکولی شي .
• تاسو سره په دى فيصله کې مرسته کولاى شي چې چا ته ووايي چې سوزاک لرئ. د هغوئ په خبرولو کې ډاکټر تاسو سره مرسته کولاى شي.ان د کانډوم نه په استفادې سره، ترڅو پورې چې ستاسې درملنه نه وي تمامه شوې..

آيا د سوزاک درملنه او علاج کيږي؟


د سوزاک درملنه د انتيبيوتيک يوې پيچکاری سره کيدلی شي.
هر کله خپل ډاکتر ته د خپل بهر سفر په اړه ووايې، ا ځکه چې اسټراليا کې د سوزاک ځيني ډولونه عام ندي نو کيدای شي خاص درمل ته يې اړتيا وي.
ته کولی شې چې د سوزاک بيماري يو ځل بيا واخلې حتی که تا يې پخوا درملنه هم کړي وي.

پر سوزاک ناروغۍ له مبتلا کيدو څخه څنګه ځان وژغورم؟


خپل د ځان او جنسي ملګري معاينه وکړئ که چيرې له يو څخه ډير جنسي ملګری لرئ يا ستاسو جنسي ملګری له نورو سره جنسي عمل کوي نو هغه حالت کې بايد په وخت په وختمعاينه وکړئ. که چيرې د جنسي عمل ډير ملګري لری نو د سوزاک ناروغۍ اخيستلو خطر ډير وي.
سوزاک لپاره د خپل ځان او ملګري درملنه وکړئ ترڅو سوزاک تاسې يو بل ته ور نه کړئ.
د ښځې سره د مخې ،شا يا خولې له لارې د جماع په وخت کې کانډوم وکاروئ.
خپل اوږدمهالې ملګري سره د جماع په وخت کې هم کانډوم وکاروئ يا که کوم بل کس سره جماع کوئ نو کانډوم وکاروئ.
له جماع څخه مخکې خپل نوي ملګري ته د کانډوم د استعمال په اړه وواياست.

زه څنګه دا يقيني کړم چې بل چاته سوزاک ورنه کړم؟


هيچا سره جنسي اړيکه مه نيسئ ، ان د کانډوم په استعمال سره هم، تر هغه وخت پورې چې ستاسې درملنه بشپړه شوې نه وي او ستاسې په بدن کې ددې ناروغئ نښې له منځه تللې نه وي.

هر کله چې جنسي عمل ترسره کوی، په ځانګړي ډول له نوي ملګري سره نو له کانډوم څخه کار واخلئ.

په منظمه توګه د سوزاک معاينه وکړئ که چيرې تاسې له يو څخه ډير جنسي اړيکو ملګري لرئ او يا ستاسو جنسي ملګری له يو څخه ډير جنسي اړيکو ملګري لري.

زه له کوم ځای څخه مرسته او مشوره ترلاسه کولی شم؟


تاسې لدې کسانو څخه مرسته ترلاسه کولی شئ.
o ډاکټر
o د جنسي روغتيا کلينيک
o د ټولنې د روغتيا يي خدمتو برخه
o د فاميلي پلان له مرکزو څخه

نور مالومات