هیپټایټس بي یا تور زېړی څه ته وایي؟

هـیـپټایټس بي د یو ویروس او همداراز د یوې ناروغۍ نوم دی چې د همدې میکروب پواسطې رامنځته کیږي.

هـیـپټایټس بي ستاسي ځِګر ناروغه کوي. د شرابو زیات څښل او همداراز د مخدره موادو (ډرګ) کارول، ځینې کیمیاوي مواد او نور ویروسونه هم د دي ناروغۍ لامل ګرځیدای شي.

ستاسي ځیګر ستاسي د روغتیا لپاره ډیره مهمه ده. که ځیګر ناروغه شي، نو بیا به په سمه توګه کار ونکړي او کیدای شي تاسې سخت ناروغه کړي.

هیپټایټس بي Hepatitis B ځیني وخت د “hep B” په نامه هم یادیږې.

زه څرنګه د hepatitis B په مرض اخته کیدای شم؟


  • په هیپټایټس بي اخته مور که له زېږون وروسته خپل ماشوم ډیر ژر واکسین نکړي، کیدای شي ماشوم یې دهیپټایټس بي په ناروغۍ اخته شي
  • له یو هیپټایټس بي اخته ماشوم څخه دا ناروغي کیدای شي بل هر هغه ماشوم ته چې واکسین شوی نه وي، د لوڅ او پرې شوي زخم له لیارې انتقال شي

 

د غټانو لپـــاره

 

هیپټایټس بي کیدای شي په لاندې توګه تاسې ته انتقال شي:

 

  • له کانډوم پرته د خولې، مخې یا شا له خوا د جنسې اړیکې ټینګول یا کوروداني کول
  • ستنې، پيچکارۍ او د پيچکاری کولو نور سامان آلات او همداراز د چایو کاشوغه په ګډه کارول
  • د ناپاکو وسایلو په مرسته ټاټو یا خال وهل یا په بدن کې سوري کول
  • د غاښونو برس، ږیرې ماشین یا د نوکانو سوان شریکول
  • ناپاکي ستنې یا میکروبي وینې سره په تصادفي توګه په تماس کې راتلل

 

هیپټایټس بي (hepatitis B) په لاندې توګه تاسې ته نه انتقالیږي:

 

  • غیږ کې نیول
  • مچول
  • د خوړو او خوراکي لوښو شریکول
  • دهغه خوراک خوړل چې د هیپټایټس بي (hepatitis B) اخته کس پواسطه پوخ شوی وي
  • د حشراتو یا ځناورو چیچل
  • خوله
  • کالیو پریمينځل
  • ټوخی یا پرنجی
  • د تشناب او حمام یا ځان مینځلو ځای شریکول
  • د لمبا حوضونه

زه څنـــګه پوه شم چې زه hepatitis B لرم؟


په ډېريو خلکو کې د دې ناروغۍ نښې او علامې نه لیدل کیږې او د ناروغۍ احساس نه کوي. د پوهیدو یواځنۍ لاره يې داده چې خپله وینه ټسټ یا آزمایښت کړئ.

کله چې تاسې په لومړي سر کې د hepatitis B په مرض اخته کيږی، ممکن لاندي نښې ولری:

  • کــا نــګې
  • تـــبــه
  • د اشتها ضعیف کیدل
  • د ادرار یا تشو متیازو د رنګ توروالی
  • د ځــګــر درد (د ښي پوښتیو ښکتنۍ برخه کې)
  • د مفصلونو یا بندونو درد
  • د سترګو او پوستکي زیړوالی (زیړې)

Hepatitis B زما په بدن کې څه کوي؟


هيپيټایټس بي ستا د ځګر په حجرو کې دننه کیږې او ناروغي رامنځته کوي. بدن په ځګر کې د ویروس د مقابلې لپاره سخته مجادله کوي. دغه مجادله ځګر ته صدمه رسوي او کیدای شي د کلونو په تیریدو سره ځګر له کاره پاتې شي.

په ډیري غټانو کې، بدن پر hepatitis B له اخته کیدو وروسته په ۶ میاشتو کې دغه میکروب خپله له منځه وړي او بیا پرې تاسې نه اخته کیږی.

لیکن په وړو ماشومانو او ځیني غټانو کې، ځيني وختونه بدن دهغه په وړاندې مجادله نشي کولای او hepatitis B د ژوند تر پایه په بدن کې پاتې کیږي. دا حالت د مزمن هیپټایټس بي یا (chronic hepatitis B) په نامه یادیږي او د ځګر د صدمې، د ځګر د زخمي کيدو (cirrhosis) یا د ځګر د سرطان لامل کیږې. د دوا او درمل استعمال کولای شي د ځګر د خرابیدو کچه ټیټه کړي او کیدای شي د ځګر له سرطانه مخنیوی وکړي.

زه باید څه وکړم که hepatitis B ولرم؟


تاسي باید د شپږو نه تر دولسو میاشتو منځ کې خپل ډاکټر ته یو ځل ورشئ – حتا که تاسي د ښه والي احساس هم کوی. دا د دې پخاطر چې hepatitis B تاسي ته د ناروغۍ احساس نه درکوي. خو که تاسي د ناروغۍ احساس وکړی، نو دا په دې مانا ده چې ستاسي ځګر صدمه لیدلې ده.

ستاسې ډاکټر به د وینې د آزمایښت تر څنګ تاسې ته فایبرو سکین (Fibroscan) هم وکړي. فایبرو سکین د ځګر سکین دی چې د دې په مرسته ستاسي ډاکټر ته دا مالومیږي چې آیا ستاسې په ځګر کې تخریبات یا زخمونه (cirrhosis) شته دې او که نه؛ او د هغوی د خرابۍ کچه هم معلوموي. ستاسې ډاکټر بیا تصمیم نیسي چې آیا تاسو ته دوا او درمل درکړي، که د ځګر کلینک ته مو مراجعه کړي او که ځګر د ناروغیو متخصص ډاکټر ته مو ولیږي.

آیا hepatitis B د درملنې وړ دی او آیا بیخي له منځه وړل کیدای شي؟


هــــو، hepatitis B د درملنې وړ دی.

لیکن پر hepatitis B ټول اخته کسان دارو ته اړتیا نه لري. ستاسي ډاکټر به تاسي ته ووایې که چيري تاسي دارو ته اړ یاست او که نه.

دارو او درمل نشي کولای hepatitis B بیخي له منځه یوسي. لیکن دارو کولای شي د ځګر د صدمي کچه کنټرول، دځګر په سرطان د اخته کیدو کچه ټیټه او د ځګر سره د هغه د بیا جوړیدو یا ترمیمولو په برخه کې مرسته وکړي.

له ډاکټر سره مشوره وکړئ چې د کوم دارو استعمال تاسي لپاره ډېره اغیزمنه ده.

زه څنګه کولای شم له خپل ځګر سره مرسته وکړم؟


  • د شراب د څښلو کچه ټیټه کړئ یا شراب بیخي مه څښئ
  • صحي او په اندازه خواړه وخوړئ او ډیرغوړ مه خورئ
  • د سګرټ څکول لږ یا بیخي بس کړئ
  • په منظمه توګه ورزش وکړئ
  • خپل فشار یا سټرس کنټرول کړئ او له نورو ملاتړ یا مشوره وغواړئ
  • که چیرې هر ډول دوا او درمل لکه یوناني درمل، ویټامینونه یا چینایې دارو کاروی، نو خپل ډاکټر ته د هغه په اړه ووایئ. ځینې داسې دارو د ځګر د خرابوالي لامل ګرځي، په خاصه توګه که په ډیره اندازه یا د ډیرې مودي لپاره وکارول شي
  • ځان مو له نورو میکروبونو وساتئ ځکه هغوی کولای شي ستاسي پر روغتیا باندې بده اغیزه وکړي او ستاسې ځګر نورهم تخریب کړي، نو ځکه باید:

 

  • د hepatitis A په وړاندې ځان واکسین کړئ
  • د دوا یا ډرګ د پیچکاري کولو لپاره ستنه او د چایو کاشوغه له نورو سره مه شریکوئ
  • کانډوم وکاروئ

زه څنګه کولای شم پر hepatitis B له اخته کیدو ځان لیري وساتم یا دا چې


نورو ته یې ورنکړم؟

واکسـین کول

واکسین کول د hepatitis B د خپراوې د مخنیوي تر ټولو ښه لاره ده.

واکسین کول ډیر خوندي او محفوظ کار دی او کولای شي په 95% حالاتو کې ستاسي ساتنه وکړي.

د 6 میاشتو په موده کې تاسې ته 2 یا 3 واکسینونه ستاسي د عمر په مطابق درکول کیږي.

په آسټرالیا کې له یو کلنۍ ښکته ماشومانو ته د 6 میاشتوپه موده کې 4 پیچکارۍ په وړیا ډول ورکول کیږي. او بیا هغه ماشومانو ته چې عمرونه یې د 10 او 13 کلونو تر منځ وي او په وړوکتوب کې ورته دا ستنې نه وي لګول شوي، د واکسین سفارش کیږي.

که د یو نوي زیږیدلې ماشوم مور hepatitis B ولري، نو د ماشوم د زیږیدو په دوولسو ساعتونو کې ورته یو اضافي پیچکارۍ وهل کیږې. په دې کار سره د ماشوم ډیر ښه حفاظت کیږي. کله چې دا کوچني ماشومان 9 میاشتنی شي، نو د دوی معاینات باید ترسره شي څو دا ډاډه شي چې دوی د hepatitis B  په وړاندې معافیت لري او خوندي دي.

نورو ته د hepatitis B  د ورکولو د مخنیوي لپاره:

  • ځان په دې مطمئین کړئ چې ستاسې نږدې کسان یا هغو خلکو سره چې اړیکې لری واکسین شوي وي
  • کــا نــډوم وکاروئ
  • د غاښونو برس، د ږیرې سامان یا نور شخصي شیان چې تازه یا وچه وینه ولري په شریکه توګه مه کاروئ
  • هیچ چا ته دا اجازه مه ورکوئ چې ستاسي خلاص زخم ته له دستکشو پرته لاس وړاندې کړي
  • پیچکارۍ، ستنې یا د دوا یا ډرګ د پیچکارۍ کولو نور سامان له نورو سره مه شریکوئ
  • وینه، منې (سپرم)، د بدن غړي یا نسجونه نورو ته مه ورکوئ
  • که تاسې حمل لری یا غواړی چې بلاربه یا حامله داره شی، نو له خپل ډاکټر سره د نوي ماشوم د واکسین کولو په تړاو خبرې وکړئ.

که زه hepatitis B ولرم، نو آیا لازمه ده چې نورو ته یې ووایم؟


  • تاسې باید خپلې کورنۍ، هغو خلکو ته چې ورسره ژوند کوی او هغه کس (کسانو) سره چې جنسي اړیکې لری ووایاست ترڅو هغوی ټـسـټ او واکسین شي. ستاسې ډاکټر کولای شي په دې برخه کې له تاسو سره مرسته وکړي.
  • که تاسي غواړی د آسټرالیا په دفاعي (فوجي) قواوو کې ځان داخل کړی، نو باید هغوی ته خبر ورکړئ.
  • تاسي باید د خپلې بیمې کمپنۍ ته ووایاست. که تاسې ورته ونه وایاست، نو د ناروغتیا یا زخمي کیدو په صورت کې ممکن هغوی تاسي ته پيسې درنکړي.
  • که تاسي د روغتیایې پاملرنې یو کارکونکي یاست چې طبي اجراآت ترسره کوی او د کار پر مهال خپل لاسونه نشی لیدلای (لکه جراح یا د غاښو ډاکټر)، نو باید خپل ګومارونکي یا سوپروایزر ته احوال ورکړئ او د اړوند متخصص ډاکټر نه مشوره واخلئ.

لازمه نه ده چې تاسي د خپل کارمشر (باس)، هغه خلکو سره چې کار کوی یا درس وايي یا خپلو دوستانو ته د دې په اړه ووایاست.

د دې په اړه ډاکټر یا د غاښو ډاکټر ته ویل به له هغوی سره مرسته وکړي څو تاسي ته تر ټولو ښه طبي خدمات وړاندې کړي، مګر دا ستاسي خپل انتخاب دی. که تاسې تصمیم ونیوه چې دوی ته د خپل حالت په تړاو ووایی، نو دوی نشي کولای د دې په هکله نورو ته څه ووایي.

تاسې ممکن وغواړی له نورو هغو خلکو سره وغږیږی چې ستاسي په حالت پوه شي او ستاسې ملاتړ وکړي. پر دې ښه فکر وکړئ او تصمیم ونیسئ چې په دې برخه کې پر چا اعتماد کولای شئ.

چــيرې زه کولای شم مرسته او مشوره واخلم؟


دلته په اسټرالیا کې د هیپټایټس بي ډیرې ټولنیزې ډلې شته دي چې کولای شي ستاسې سره مرسته وکړي او تاسې ته مشوره درکړي.


د هیپټایټس د ټولنې څخه مرسته ترلاسه کړئ

نور مالومات