اچ آی وي (HIV) څه شی دی؟


HIV د یو ویروس او همداراز د یوې ناروغۍ نوم دی چې د همدې میکروب پواسطې رامنځته کیږي.

H = یعني انسان – په دې مانا چې انسانان پرې مصابیږي

I = یعني د دفاعي قوې ضعیفوالې – په دې مانا چې ستاسي د بدن په دفاعي سیستم باندې حمله کوي

V = یعني ویروس – دا یو میکروب دی چې تاسي ناروغه کوي

زه څنګه په HIV اخته کیږم؟


د یو کس د ظاهري بڼې په لیدو سره تاسې نه پوهیږئ چې آیا هغوی HIV لري او که نه. په دې ناروغۍ ډیري اخته کسان ځان روغ او رمټ احساس کوي.

HIV د عضویت په مایعاتو، وینه او د مور په شیدو کې ژوند کوي. که دا میکروب له دې ځایونو څخه د وینې دوران ته لاره ومومي نو تاسې د HIV په ناروغۍ اخته کوي. HIV معمولاً په لاندې طریقو سره تاسې ته انتقالیږي:

  • د جنسي مجامعت په وخت کې د کانډوم نه ګټه نه اخیستل
  • د دوا یا ډرګ د استعمال لپاره د ستنو، پیچکاریو یا کاشوغو شریکول
  • په غیرتعقیم شوي یا ناپاکه توګه سره په وجود کې سورې کول، ټاټو یا خال وهل او دودیز محفلونه نیول
  • د مور شیدې
  • د ناروغ له وینې سره ستاسې وینه په مستقیمه توګه په تماس کې راتلل. د بیلګې په توګه، د وینې ورکړه یا د بدن د غړو پیوند په هغو هیوادونو کې چې وینه د HIV لپاره نه معاینه کوي. په آسټرالیا کې د وینې ورکړه او د بدن د غړو پیوند په محفوظه توګه سره تر سره کیږي کله چې ټول قوانین یي مراعت شي.

HIV په لاندې توګه نه اخیستل کیږي:

  • په غیږ کې نیول
  • ټوخی کول یا پرنجی وهل
  • د خوراک یا څښاک شریکول
  • د HIV اخته کس په لاس د پوخ شوي خواړه خوړل
  • په اسټرالیا کې د وینې ورکړه او نور طبي پروسیجرونه یا عملیاتونه
  • له هغه تشناب یا شاور استفاده کول چې د HIV اخته کس پواسطې هم استفاده کیږي
  • د حشرو یا حیواناتو چیچل یا داړل
  • د HIV اخته کس سره ورځني اړیکه
  • د لمبا حوضونه او جیم یا د بدن ښکلا کلبونه

اچ آی وي (HIV) ستاسې په بدن کې څه کوي؟


اچ آی وي ستاسې د بدن په دفاعي سیستم باندې حمله کوي. معمولاً د بدن معافیتي یا دفاعي سیستم د میکروبونو سره مجادله کوي، هغوی له منځه وړي او تاسې له ناروغه کیدو ژغوري. خو HIV بیا د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي، نو ځکه دا سیستم د دې ویروس په وړاندې ستاسې ساتنه نشی کولای. که د HIV درمل وانخلی، نو تاسې به شدید ناروغ شی.

آیا اچ آی وي HIV او ایډز AIDS سره یو دي؟


نـــه.

HIV یو ویروس دی چې د بدن معافیتي یا دفاعي حجرې له منځه وړي.

لیکن ا یډز AIDS ویروس نه دی.

ایډز (AIDS) هغه کمیابې ناروغۍ او مرضونه دي چې د بدن د دفاعي سیستم له کمزورۍ وروسته په بدن حمله کوي. دا هغه وخت پیښیږي چې اچ آی وي ستاسې دفاعي سیستم خورا کمزوری کړی. دا کار کیدای شی کلونه وخت ونیسي.

ایډز (AIDS) په اسټرالیا کې کمیابه ده او دا ځکه چې د دارو پواسطې یي مخنیوي کیږي.

د اچ آی وي (HIV) لرل په دې مانا نه ده چې تاسې به د ایډز (AIDS) له امله په اسټرالیا کې مړ کیږی.

زه څنګه پوه شم چې زه اچ آی وي (HIV) لرم؟


که غواړئ پوه شی په اچ آی وي (HIV) اخته یاست که نه، نو یوازینۍ لاره یې دا ده چې خپله وینه مو معاینه کړئ.

  • که د معاینې نتیجه منفي وي، نو په دې مانا چې تاسې HIV نه لری
  • که د معایني نتیجه مثبته وي، نو په دې مانا چې تاسې په اچ آی وي اخته یاست

ډېری خلک په دې نه پوهیږي چې دوی په اچ آی وي (HIV) اخته دي او دا ځکه چې دوی د روغتیا احساس کوي. خو که کله په سر کې په HIV اخته شوی، نو لاندې اعراض او علایم به په ځان کې وګوری:

  • د سر درد
  • تـــبـــه
  • ســـتـــړتــیــا
  • پړسیدلي غُدې
  • ستوني درد
  • جلدې بخار
  • د بدن د عضلو (غوښو) او مفصلونو (بندونو) دردونه
  • د خولې زخمونه
  • د تناسلې غړو زخمونه
  • د شپې لخوا خوله
  • اسهالات

لیکن دا رنځونه ممکن په یو عادي زکام، خراب ریزش یا نورو ناروغیو کې هم ولیدل شي. که تاسې فکر کوی چې تاسې اچ آی وي (HIV) لری، نو هرومرو ډاکټر ته ولاړ شئ او د اچ ای وي ټسټ یا معایناتو غوښتنه وکړئ.

که زما اچ آی وی‎ مثبته (HIV Positive)، نو څه باید وکړم؟


لومړی باید له خپل ډاکټر سره وګورئ. او که تاسې غوښته، نو دوی کولای شي تاسې یو بل کس ته هم (لکه کونسلر) د خبرو اترو لپاره مراجعه کړي.

ډاکټر به تاسې ته د اچ آی وي (HIV) دوا درکړي. دوا به تاسې ته اوږد او روغ ژوند په برخه کړي.

آیا اچ آی وي (HIV) د درملنې وړ ده او آیا بیخې له منځه وړل کیدای شي؟


HIV په بشپړه توګه له منځه نه ځي خو لیکن درملنه یي کیږي.

دواګانې په وینه کې د وایروس کچه دومره ټیټوي چې حتی د مایکروسکوپ لاندې هم نه لیدل کیږي. موږ دې حالت ته (په وینه کې د ویروس د نه لیدلو وړ مقدار) په نامه یادوو. دا په دې مانا چې تاسې به د اچ آی وي (HIV) له امله نه ناروغه کیږی او خپل عادي ژوند به مخې ته وړی. همداراز که دوا مو په منظمه توګه واخلی، نو په دې مانا چې دا مرض نورو ته هم نه ورکوی.

زه څنګه کولای شم د اچ آی وي (HIV) په وړاندې د ځان ساتنه وکړم؟


  • معاینات وکړئ او دا معلومه کړئ چې تاسې یا ستاسې د جنسي اړیکو ملګری HIV لري او که نه. که تاسې له یوه نه ډیرو کسانو سره جنسي اړیکې لری (یا ستاسې د جنسي اړیکو ملګری له نورو کسانو سره هم جنسي روابط لري)، نو په منظمه توګه خپل معاینات وکړئ. د اچ آی وي (HIV) د اخیستلو خطر هله ډیریږي چې تاسې له یوه کس نه د ډیرو کسانو سره جنسي اړیکې ولری.
  • له کانډوم نه کار واخلئ
  • د جنسي اړیکو له لارې د انتقال وړ میکروبونو (STIs) لپاره معاینات ترسره او د هغوی تدواي وکړئ: که STIs ولرئ، نو په HIV باندې ستاسې د ابتلاء خطر او همداراز نورو ته د HIV د انتقال خطر ډیریږي. د خپلو جنسي اړیکو له ملګرو وغواړئ تر څو د STIs لپاره خپل معاینات او درملنه وکړي.
  • له خپل ډاکټر نه د Pre-exposure prophylaxis (یا د میکروب سره له مخامخ کیدو مخکې وقایوي درملنه یا PrEP) وغواړئ. PrEP یوه دوا ده چي تاسې د HIV د نیولو نه په امان کې ساتي. دا د هغو خلکو لپاره دی چې HIV نلري مګر د نیولو خطر یې خورا ډیر (High-risk) دی.

لاندې کسان په “لوړخطر” کې حسابیږي:

  • هغه کسان چې د جنسي اړیکو ملګري یي HIV ولري؛
  • هغه کسان چې د جنسي اړیکو ملګري یي له یوه نه ډیر دي؛
  • هغه سړی چې له سړو سره جنسي اړیکه لري؛
  • هغه کسان چې همیشه کانډوم نه کاروي؛
  • هغه کسان چې د دوا یا ډرګ د استفادې لپاره ستنې، پیچکارۍ، اوبه او کاشوغي شریکوي.

 

  • د دوا او ډرګ د پیچکارۍ کولو لپاره یوازې هغه وسایل او اوبه استعمال کړئ چې تعقیم شوي او پاک وي: د پیچکارۍ کولو وسایل مو هیڅکله هم له نورو سره شریک نکرئ. HIV کیدای شي د وینې د یوې کوچني څاڅکي په وسیله چې حتی په سترګو هم ونه لیدل شي له یو کس نه بل کس ته انتقال شي.
  • ټاټو یا خال وهل او په بدن کې سورې کول: یوازې یو لایسنس لرونکي سټوډیو ته ولاړ شئ چې ستنې او نور وسایل په سمه توګه مینځي او پاکوي او یا دا چې استعمال شوي ستنې او وسایل لرې اچوي. هر کله ځان په دې مطمئین کړئ چې تاسې ته نوی رنګ استعمال کړي.
  • د وینې ورکړه او نور طبي اجراآت: په اسټرالیا کې وینه، د وینې محصولات او د پیوند غړي ټول معاینه کیږي نو ځکه ټول محفوظ دي. لیکن د وینې ورکړه، د وینې محصولات او د پیوند غړي ممکن په نورو هېوادو کې محفوظ نه وي.

زه څنګه ځان مطمئین کړم چې HIV نورو ته نه ورکوم؟


 

  • له خپل ډاکټر سره د HIV د دوا اخیستلو په هکله خبرې وکړئ: د HIV دوا په وینه کې د ویروس مقدار ډیر ټیټیوي. نو کله چې د ویروس کچه په وینه کې لږه شي، نو نورو ته هم نه انتقالیږي. او دې ته وقایوي درملنه (TasP) وایي.
  • په منظمه توګه معاینات وکړئ: حتا که تاسې د HIV دوا هم اخلی، نو بیا هم معاینات مو په منظمه توګه وکړئ. HIV ویروس مختلف ډولونه لري او کیدای شي تاسې په یو وخت کې د دې ویروس له یوه نه ډېر ډولونه په ځان کې ولری. که داسې وه، نو بیا لازمه ده چې ستاسې دوا هم بدله شي.
  • د STIs معاینات وکړئ: د HIV د دوا خوړل نشي کولای د STIs په وړاندې ستاسې ساتنه وکړي. که تاسې STI ولری، نو په آسانۍ سره کیدای شي تاسې په HIV اخته یا نورو ته یې انتقال کړئ. نو ځکه په منظمه توګه د STI معاینات وکړئ او که معاینات مو مثبت وي، نو د هغه لپاره دوا هم واخلئ. ستاسې جنسي ملګری (ملګري) دې هم باید معاینه او د هغوی لازمه درملنه دې وشي.
  • د کانډوم نه کار واخلئ: په هرې جنسې اړیکه کې له کانډوم نه کار واخلئ.
  • هیڅکله هم د دوا یا نشه یې موادو د استعمال لپاره ستنې، پیچکارۍ او کاشوغې مه شریکوئ.
  • د مور شیدې: که د HIV دوا اخلی او غواړئ ماشوم ته مو شیدې ورکړی، نو د خپل HIV ډاکټر سره وغږیږئ.

که زه HIV ولرم، نو آیا لازمه ده چې چا ته یې ووایم؟


د قانون پر بنسټ باید تاسې لاندې کسانو ته د خپل HIV د حالت په اړه ووایاست:

  • ستاسې د جنسي اړیکو ملګری یا ملګري: د آسټرالیا په ځینو ایالاتونو کې تاسې اړ یاست چې خپل ملګري ته د جنسي اړیکې نه مخکې ووایئ. په هر ایالت کې قانون فرق کوي، نو ځکه نورو ایالتونو ته د سفر نه مخکې ځان په دې اړه مطمئین کړئ.
  • د آسټرالیا په دفاعي قواوو یا فوج کې. که HIV ولری نو تاسې نشی کولای هلته کار وکړئ.
  • که تاسې پیلوټ یاست
  • که تاسې کوم ډول بیمه اخلی لکه د روغتیا یا سفر بیمه
  • که غواړئ نورو ته خپله وینه یا د بدن غړی (لکه پښتورګي) ورکړی. که تاسې HIV لری، نو نشی کولای چې نورو ته خپله وینه یا د بدن کوم غړی ورکړئ.

تاسې اړ نه یاست چې لاندې کسانو ته ووایاست:

  • ستاسې د کار آمر
  • د کار ملګري
  • د کوټې ملګري
  • کورنۍ
  • د کور خاوند یا مالک
  • ښوونکی
  • هم ټولګیان یا همصنفیان
  • ملګري

هغه کسان چې باید تاسې خپله ورته ووایئ:

  • ستاسې ډاکټر؛ څو تاسې سره د معایناتو او درمل په برخه کې مرسته وکړي
  • کونسلر یا مشوره ورکوونکی یا هغه کسان چې د HIV درملنې په برخه کې له تاسې سره مرسته کوي.

زه چیرته مرسته او مشوره اخستی شم؟


دلته په اسټرالیا کې د HIV ډیرې ټولنیزې ډلې شته دي چې کولای شي تاسې ته مشوره درکړي او له تاسې سره مرسته وکړي.

نور مالومات